د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او میدان وردګو کې ۳۴ وسلوال وژل شوي


افغان چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت په اندړو او د میدان وردګو د سیداباد او نرخ ولسوالیو په مربوطاتو کې د ملي اردو د پوځيانو له خوا د بدر په نوم د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ وسلوال وژل شوي دي، چې د لسو وژل شویو وسلوالو جسدونه د ملي اردو سرتیرو لاسته لویدلي دي.

د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت په اندړو او د میدان وردګو د سیداباد او نرخ ولسوالیو په مربوطاتو کې د ملي اردو د پوځيانو له خوا د بدر په نوم د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ وسلوال وژل شوي دي، چې د لسو وژل شویو وسلوالو جسدونه د ملي اردو سرتیرو لاسته لویدلي دي.

په پکتیا ولایت کې د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد عملیات د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د خیرو او میراجان په سیمو کې ترسره شوي، چې په کې ۲۲ وسلوال وژل شوي او د ۶ وژل شویو وسلوالو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ملي اردو سرتیرو د میدان وردګو ولایت د اندړو او سیداباد په ولسوالیو کې هم عملیات کړي، چې په کې ۱۲ وسلوال وژل شوي او د څلورو وسلوالو مړي د جګړې په میدان کې پاتې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې یوه اندازه سپکې وسلې هم د افغان پوځیانو لاسته لویدلي دي.

د تندر قول اردو چارواکیو زیاته کړې، چې د دوی سرتیرو د پکتیکا او غزني ولایتونو په مربوطاتو کې د لارو په اوږدو کې یو شمېر د وسایطو ضد ماینونه هم کشف او شنډ کړي دي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته د یادو عملیاتو په اړه څرګندونې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG