د لاسرسي ځای

”د اپوزیشن مشر ټاکل“ د افغانستان ډیموکراسۍ لپاره څه مانا لري؟


په افغانستان کې د ولسمشرۍ دویم پړاو تر ټاکنو وروسته د پیدا شوي بحران هواري په موخه، څو ورځې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دواړو نوماندانو تر منځ د یوې موافقې یا هوکړې منځګړتوب وکړ.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ دویم پړاو تر ټاکنو وروسته د پیدا شوي بحران هواري په موخه، څو ورځې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دواړو نوماندانو تر منځ د یوې موافقې یا هوکړې منځګړتوب وکړ.

د موافقې هغه متن چې رسنیو ته رسېدلی دی پکې ویل شوي، نوی ټاکل شوی ولسمشر به د حکومتي اجراییوي یا انتظامي مشر څوکۍ جوړوي او ورسره به د اپوزیشن (اپوزیسیون یا د حکومت مخالفو ډلو) مشر ټاکي.

پوښتنه دا ده چې د حکومتي مشر له خوا د اپوزیشن (اپوزیسیون) د مشر ټاکل د افغانستان سیاسي نظام په ګټه تمامېږي او که څنګه؟

په کابل کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال وايي، دا د نړۍ په کچ د سیاسي نظامونو لومړۍ تجربه ده چې له سیاسي او ډیموکراټیک منطق سره سمون نه خوري:

((دا د نړۍ په سطح د سیاسي نظامونو لومړنی ډول دی چې پوزیشن یا ګټونکی ولسمشر به د اپوزیشن موقف تعینوي. یانې دا له هغه سیاسي منطق سره، هغه ډیموکراټیک منطق سره چې اپوزیشن یې مفهوم لري، له هغه سره هېڅ نه جوړېږي. ځکه چې د اپوزیشن هغه وجودي منطق په هم دې کې دی چې هغه باید وکړای شي [چې] په خپله اراده او د خپل موقف [تر مخه]، پر موجود حکومت نیوکې وکړي او خپلې اصلاحاتي طرحې ورته وړاندې کړي. او په دې وسیله په خلکو کې هغه د اپوزیشن په توګه خپل ځای ولري او بلې دورې ته د ځان کاندیدولو زمینه برابره کړي.))

په کابل کې د سیاسي چارو پوه نجیب منلی وايي، دا د حکومت کار نه وي چې اپوزیسیون یا د هغې مشر وټاکي:

((کله چې یو کس د حکومت رییس کېږي، ټول هغه کسان چې له حکومت سره موافق نه دي، هغه په مخالفت کې راځي. نو د هغې لپاره د حکومت رییس نشي کولای چې ورته مشر وټاکي او نه د هغې په کارونو کې د مداخلې حق لري ځکه چې هغه، هغه کسان دي چې له ده سره جوړ نه دي، د ده حکم په نه چلېږي. نو په دې خاطر، د اپوزیشن مشر ټاکل – چې ولسمشر ته وظیفه ورکړل شوې ده – دا یوه بې مانا خبره ده. دغه خبره د منطق له لحاظه هم جوړه نه راځي، او له سیاسي لحاظه، که چېرې موږ اپوزیسیون په هغو کسانو پورې محدود کړو چې له ولسمشر سره پر دې خبره قانع کېږي چې دی یې مشر وټاکي، نو دا به ډېر محبوب اپوزیسیون وي او د افغانستان واقعیتونو ته به انعکاس ورنکړي.))

خو په کابل کې د سیاسي چارو پوه یونس فکور وايي، د نوماندانو په هوکړه کې د اپوزیشن د مشر ټاکل، اصلاً په لومړي ځل د مخالفو ډلو په رسمیت د منلو په مانا ده او دا چې د اپوزیسیون له مشر سره به د پرېکړو پر وخت مشورې کېږي:

((دلته زه فکر کوم، چې دا زه وایم [خلک] پر نه دي پوهېدلي، له دې منظور دا دی چې رییس جمهور باید د اپوزیسیون مقام په رسمیت وپېژني. یانې هغه مشورو ته راولي، د هغه ځینې مالي لګښتونه ورکړي. دا موافقتنامه دوی نه ښکاره کوي – اصلي متن یې، خلاصه یې را اخلي. په هغه کې دا دی چې په لومړي ځل به د افغانستان په سیاسي سېسټم کې په انتخاباتو کې چې څوک پاتې راغلی دی، هغه ته به د اپوزیسیون په حیث رسمیت ورکوي، چې په پارلېمان کې به یې مشورو ته راغواړي، سلا به ورسره کوي او د ده انګېرنې به په خپل نظر او اقداماتو کې نیسي.))

د سیاسي چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د ولسمشرۍ د نوماندانو اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ دا موافقه د افغانستان ډیموکراسي او د ولسواکۍ بهیر له ګواښ سره مخامخوي، خو ځینې یې په افغانستان کې د حکومت او اپوزیشن د سیاست او د هغه هېواد د ډیموکراسۍ د پیاوړي کولو پیل بولي.

XS
SM
MD
LG