د لاسرسي ځای

تازه خبر

اردوغان وايي، په ترکیه کې د ټولنيزې پخلاينې نوی دور پيلوو


رجب طيب اردوغان د ترکیې نوی ولسمشر
رجب طيب اردوغان د ترکیې نوی ولسمشر

اردوغان په پرونۍ ټاکنو کې شا او خوا ۵۲ سلنه رايې تر لاسه کړې. د ده د لوړې مراسم به د اګست په ۲۸مه وي.

د ترکيې د لومړنۍ ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکي رجب طيب اردوغان ويلي دي چې؛ په خپل هېواد کې به د ټولنيزې پخلاينې نوی دور پيل کړي.

اردوغان په پرونۍ ټاکنو کې شا او خوا ۵۲ سلنه رايې تر لاسه کړې. د ده د لوړې مراسم به د اګست په ۲۸مه وي.

اردوغان د ۲۰۰۳م کال راپه دې خوا د ترکيې صدراعظم دی. د ده د ګوند د اصولو له مخې ده نه شوای کولی چې؛ د درېیم ځل لپاره دې ځان دغه دندې ته کانديد کړي.

د انتخاباتو له ګټلو وروسته ده د خپل ګوند؛ چې عدالت او پرمختګ نوميږي، له مرکزه په وينا کې وويل:

"نن يو دور پای ته ورسېد او موږ د يوه نوي دور پر لور خپل لومړی پل اخلو. راځئ نن د ټولنيزې پخلاينې يو نوی دور پیل کړو او پخوانۍ خبرې په پخوانۍ ترکیه کې پرېږدو."

له ټاکنو مخکې ده ويلي وو چې؛ که دی دا ټاکنې وګټي، دی به د ترکيې اساسي قانون بدل کړي او ولسمشر ته به اجرايي واک ورکړي.

د اردوغان ملاتړي د ده د اقتصادي پلان بريا او د ترکيې د قوي پوځ له سياسته ليري ساتل؛ ستايي. خو د ده مخالفين اندېښنه څرګندوي چې دی به غواړي چې پارلمان، دولت او قضا تر خپل کنټرول لاندې کړي.

د اسټامبول اوسېدونکی سادات ساکمان رويټرز ته ويلي دي:

"د لومړي ځل لپاره خلکو خپل ولسمشر وټاکه. موږ هيله لرو چې د ډیموکراسۍ د ښه کولو لپاره به مثبت پرمختګونه وشي. زه هيله لرم چې طيب اردوغان به يو ښه جمهور ریيس وي."

خو د اسټامبول يو بل اوسېدونکی بيا رويټرز ته ويلي دي:

"دا زموږ لپاره، د هيواد لپاره، ښه نه دی چې، دی راساً انتخاب شو. دی لږ تر لږه په لومړي او دوهم پړاو انتخاباتو کې بريالی کېدای شوای. ډېرو لږو خلکو رايې ورکړې."

په دې انتخاباتو کې دوه نور کانديدان هم وو. اکمل الدين احسان اوغلو، چې ۳۸ سلنه رايې يې تر لاسه کړې. او صلاح الدين ديمرتاس د ترکيې کرد دی او له خلق ډيموکراټ ګوند سره تړاو لري. ده ۱۰ سلنه رايې تر لاسه کړې.

اروپايي اتحاديې ويلي دي چې طيب اردوغان بايد د یوه مصالحتي شخصيت په توګه خپله دنده پر مخ یوسي.

اروپايي اتحاديې د ترکيې طيب اردوغان ته د انتخاباتو پر ګټلو مبارکي ويلې ده او هيله يې څرګنده کړې ده چې؛ دی به د يوه ښه مشر په توګه د ټولو عقيدو، ټولنو، د ژوند بېلا بيلو ډَولونو او نظرياتو په پام کې نيولو سره حکومت جوړوي.

د اروپايي اتحاديې ریيس "هرمن وان رامپوې" او د دې ادارې مشر "ژوزې مانوال باروسو" په يوه ګډه اعلاميه کې زياته کړه:

"ترکيه د اروپايي اتحاديې يو مهم ملګری هيواد دی. ترکيه اوس مهال د اروپايي اتحاديې د غړيتوب تر لاسه کولو لپاره کانديد هيواد دی. ترکيه زموږ ښه ګاونډی او په سوداګري کې مهم او په بهرنۍ پاليسۍ کې ملګری هيواد دی."

XS
SM
MD
LG