د لاسرسي ځای

د افغانستان په ګډون د ګڼو نورو هېوادونو مشرانو رجب طیب اردوغان ته د ترکيې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په بریالیتوب مبارکي ویلې ده.

ولسمشر حامد کرزي ښاغلي اردوغان ته د مبارکۍ په پیغام کې هغه او د ترکيې ولس ته نېکې هیلې وړاندې کړې دي.

ښاغلي کرزي له افغانستان سره په تېرو دیارلس کلونو کې د ترکیې د مرستو مننه او د دواړو هیوادونو د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه کړې ده.

رجب طیب اردوغان، چې د ترکیې وزیراعظم و، د اتوار د ورځې په ولسمشریزو انتخاباتو کې يې خوا اوشا ۵۲ فیصده رایی وګټلې.

XS
SM
MD
LG