د لاسرسي ځای

وزیر اعظم نواز شریف پاکستاني ولس ته وینا کوي


د پاکستان سرکاري راډیو د وزیراعظم سلا کار عرفان صدیقي په حواله خبر ورکوي چې نواز شریف به نن ولس ته وینا کوي او د موجوده سیاسي حالاتو په اړه به ولس په اعتماد کې اخلي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي د هیواد ټولو مسلو حل یوازې د جمهوریت له لارې ممکن دی.

نوموړي پرون په اسلام آباد کې د اوږد مهاله پرمختیايي پروګرام ۲۰۲۵ م د افتتاح پرمهال خپله وینا کې وویل چې په هیواد کې هر ډول بدلون به د رایو »ووټ« په ذریعه راځي او دا چې کوم خلک د انقلاب او آزادي مارچ په ذریعه د ملک د پرمختګ په لاره کې د خنډونو راپورته کولو هڅې کوي د پاکستان ولس د هغوی مرسته نه کوي.

دیادونې وړ ده چې د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري هم اعلان کړی چې په څوارلسم اګست به د تحریک انصاف د آزادي مارچ ترڅنګه انقلاب مارچ کوي.

XS
SM
MD
LG