د لاسرسي ځای

ولسمشر کرزي په کابل کې ځانمرګی برید وغانده


افغان ولسمشرحامدکرزي په کابل ښار کې د اګست پر لسمه نېټه ځانمرګی برید چې څلور کسان یې ووژل، په کلکه وغانده.

د کابل په علاوالدین سیمه کې پرون «یکشنبه» د نړۍوالو ځواکونو پر یوه کاروان په موټربم چاودنه کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شول او شپږ دېرش۳۶ نور زخمیان شول.

د جمهوري ریاست لخوا پرون «یکشنبه» په خپور شوي بیان کې ولسمشر کرزي د یکشنبې پر ورځ برید او وروستۍ ناامنۍ په هېواد کې د افغان ولس د دښمنانو کار بللی دی.

XS
SM
MD
LG