د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان په چکملۍ کې له یوې اونۍ ګرځبندیز دی


په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ عسکر
په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ عسکر

د جنوبي وزيرستان د چکملۍ سيمې اوسيدونکې وايي چې دوی له يوې اونۍ راهيسې د لګېدلي ګرځبندیز [کرفيو] له کبله لوی شمېر ستونزو ته مخامخ دي.

ډېره اسماعیل خان: د جنوبي وزيرستان د چکملۍ سيمې اوسيدونکې وايي چې دوی له يوې اونۍ راهيسې د لګېدلي ګرځبندیز [کرفيو] له کبله لوی شمېر ستونزو ته مخامخ دي.

د یادې سیمې یو اوسېدونکي بلال محسود نن مشال راډيو ته وويل چې د دوی په سيمه کې د ګرځبندیز له کبله د خلک د خوراک او څښاک توکو له کمښت سره مخامخ دي.

له يادې سيمې څخه د سينټ غړي صالح شاه وايي ، په دی اړه مشال راډيو ته وويل :

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان په ګاونډۍ سیمه شمالي وزیرستان کې د جون میاشتې له پنځلسمې نېټې د وسله والو پر ضد عملیات روان کړي دي.

د دې عملیاتو له کبله شاوخوا یو میلیون کسان بې کوره شوي دي چې زیاتره یې په بنو او خوست کې مېشت دي.

پاکستان که څه هم په دې عملیاتو کې د شاوخوا پنځه سوه وسله والو د وژلو ادعا کوي خو تر اوسه یې د وژل شوو وسله والو مړي نه دي په ډاګه کړي.

پر سیمه نظرو لرونکي د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان په دې اړه شکمن دي چې ګواکې د پاکستان پوځ دي روښتیا هم په شمالي وزیرستان کې دومره وسله وال وژلي وي.

د پاکستان پر پوځ او جاسوسي اداره [آی ایس آی] تور دی چې د دوی لپاره کارکوونکي طالبان ښه او د دوی د ګټو پر ضد کارکوونکي طالبان بد ګڼي. خو پاکستاني چارواکي دا نه مني.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG