د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: پاکستان نوره ګډوډي نشي زغملی


د پاکستان وزيراعظم، نوازشريف
د پاکستان وزيراعظم، نوازشريف

د پاکستان وزيراعظم، نواز شريف د ننۍ غونډې پر مهال وويل چې د انقلاب خبرې کوونکي خلک فساد خپروي. نوموړي زياته کړه چې هغه پخوا هم عمران خان ته ورغلی او که ضرورت وو بيا به هم ورشي ځکه د نوموړي په وينا دا د ملک خدمت لپاره کومه لويه خبره نه ده.

د پاکستان وزیراعظم نن د قامي سلامتي کنفرنس په نوم غونډه کې د سياسي ګوندونو او پوځي مشرانو سره د ملک په امنيتي حالاتو خبرې وکړي او وي ويل چې غوښتل يې په ملک کې د امن ساتلو لپاره د طالبانو سره خبرې وشي خو مذاکرات کامياب نه شول نو ځکه يې د پوځي عملياتو لاره غوره کړه.

نواز شریف زياته کړه چې د شمالي وزیرستان عملیاتو او په ملک کې روان سیاسي بحران ته په کتو پاکستان نوره ګډوډي نه شي زغملی.

په دي غونډه کې د سياسي ګوندونو د مشرانو ترڅنګ د پاکستاني پوځ مشر جنرل راحېل شريف او د پاکستان د جاسوسي ادارې (آيي، ايس، آيي) مشر جنرل ظهيرالاسلام هم ګډون وکړ خو د تحريک انصاف ګوند پکې برخه نه وه اخيستي.

د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان ويلي چې د اګست په څوارلسم تاريخ به د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ (ن) مرکزي حکومت خلاف جلسې او احتجاج کوي. نوموړي څه دپاسه يو کال مخکې شوو انتخاباتو کې د درغليوو تور لګولی او ويلي يې دي چې د اګست په څوارلسمه به د نواز شريف حکمراني ختموي. همداراز د پاکستان عوامي تحريک ډلې مشر طاهر القادري هم ويلي چې د مظاهرو په کولو سره به انقلاب راولي.

خو د پاکستان وزيراعظم، نواز شريف د ننۍ غونډې پر مهال وويل چې د انقلاب خبرې کوونکي خلک فساد خپروي. نوموړي زياته کړه: (( د جمهوريت ښکلا دا ده چې مسلې د خبرو د لارې حل کيږي. دا ښه خبره ده چې عمران خان موږ ته د جماعت اسلامي په لاس پيغام راليږلی چې د لسو انتخاباتي حلقو د رايو تصديق دي وشي. موږ دي ته تيار يوو. زه پخوا هم عمران خان ته ورغلی وم او که ضرورت وو بيا به هم ورشم. د ملک خدمت لپاره دا کومه لويه خبره نه ده.))

XS
SM
MD
LG