د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۲۰۱۴ کې په پاکستان کې د ګزڼ ناوغانو شمېر ۱۰۸ شو


د روغتیا د نړیوالې ادارې چارواکي وایي په پاکستان کې د پولیو څلور نور کیسونه مخې ته راغلي دي .

د زیارت په ورځ د اسلام اباد د روغتیا قامي ادارې په هغو څلورو ماشومانو کې د پولیو وایرس موندنې پخلی کړی دی چې د وینې نمونې یې یاد مرکز ته د معاینې لپاره استول شوې وې.

په سیند صوبه کې د پولیو د څاڅکو د کمپین مشر ډاکټر مظهرخمیساني نن مشال راډیو ته ویلي چې په سیند صوبه کې په روان کال کې د ګوزن لسم کیس موندل شوې دې.

د پولیو په ښکار شویو نورو دریو ماشومانو کې یو د خېبرپښتونخوا، ، یو د شمالي وزیرستان او یو د پنجاب صوبې دی.

د دې کیسونو له رامنځته کیدو سره په پاکستان کې سږ کال د پولیو په رنځ د اخته ماشومانو شمیر ۱۰۸ ته لوړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG