د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې ګرځنده کتابتون پیلېږي


بېلا بېل کتابونه
بېلا بېل کتابونه

په پاکستان کې د کتابونو قومي اداره [نيشل بک فاونډيشن] او د قبايلي سيمو د انتظام اداره [فاټا سیکریټرېټ] به په ګډه د سپټمبر له لومړۍ اونۍ په قبايلي سيمو کې د يو ګرځنده کتابتون [لایبرېري] پروژه پیلوي.

اسلام اباد: په پاکستان کې د کتابونو قومي اداره [نيشل بک فاونډيشن] او د قبايلي سيمو د انتظام اداره [فاټا سیکریټرېټ] به په ګډه د سپټمبر له لومړۍ اونۍ په قبايلي سيمو کې د يو ګرځنده کتابتون [لایبرېري] پروژه پیلوي. د دې موخه د قبايلي سيمو په ځوانانو کې ليک لوست ته وده ورکول دي.

د کتابونو قومي ادارې د خيبر پښتونخوا مشر مراد علي مومند په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې په راولپنډۍ کې د يو ګرځنده کتابتون تر کاميابۍ وروسته دوي د قبايلي سيمو د ځوانانو لپاره هم د داسې کتابتون پرېکړه وکړه.

مراد علي مومند وويل ، ً د ګرځنده لايبريرۍ د ګاړي لپاره دوي د قبايلي سيمو د انتظام له ادارې سره تړون لاس ليک کړی دی او یادې ادارې یو کاړی دوی ته ورکړی دیً.

د مراد علي مومند په وینا ، د دوی به هر زده کوونکی له ځان سره ثبتوي او په هر کتاب کې به ورسره پنځه پنځوس فيصده رعايت کوي.

نوموړي د دې پروژې د پیل په اړه وویل ، ً موږ د دې پیل د خيبر ايجنسۍ له جمروده کوو. موږ د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ ته درخواست ليږلی دی او د تعليم له افسر سره به هم ملاقات وکړوً.

مراد علي مومند زیاتوي چې دا کتابتون به يو ورځ د هلکانو کالج ، يو ورځ د نجونو کالج او په پای کې به سکولونو ته ځي او دا سلسله به له یوې اونۍ وروسته په هره ایجنسۍ کې روانه وي.

د کتابونو د قومي ادارې [نيشل بک فاونډيشن] او د قبايلي سيمو د انتظام د ادارې [فاټا سیکریټرېټ] ترمنځ د لاس لیک شوي تړون په اساس به د هرې ايجنسۍ پوليټکل ايجنټ د دې پروژې امنیت ساتي.

په پېښور پوهنتون کې د کرمې یو زده کوونکی ریحان محمد وايي ، داسې هڅې په قبایلي سیمو کې کتاب ته ژوند ورکولای شي.

د ریحان محمد په وینا ، په کار ده چې د هرې قبایلي سیمې [ایجنسۍ] لپاره تر یوه د زیاتو کتابتونو بندوبست وشي.

دی وايي ً له دې به زموږ د هر زده کوونکي لاس ته کتاب ورشي او د ټوپک کلتور به له منځه ولاړ شي. چې د هر چا په لاس کې کتاب وي نو د هغه پام د جرمونو پر لور نه ځيً.

د اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر ، شاعر او ليکوال اباسين يوسفزی د دې کتابتون د ارزښت په اړه وايي چې دا يو مثبت فکر دی او په کار ده چې دا لړۍ پر مخ پسې ولاړه شي.

اباسین یوسفزي وویل ، ً د ګرځنده کتابتون دا قام ډېر د ستاينې وړ دی. پکار دا ده چې دا يو نه بکې ډېر وي چې په هره سیمه کې ګرځيً.

نوموړي زیاته کړه چې د په قبایلي سیمو کې ښه پاخه کتابتونونه جوړل په کار دي چې خلکو ته زمینه برابره شي او هغوی زده کړو ته وهڅول شي.

د کتابونو د قومي ادارې [نيشل بک فاونډيشن] او د قبايلي سيمو د انتظام د ادارې [فاټا سیکریټرېټ] چارواکي وايي چې د دوی دا پروژه به تر م ٢٠٢٠م کاله دوام ولري.

د کتابونو د قومي ادارې د خيبر پښتونخوا مشر مراد علي مومند وویل چې د دې پروژې د پرانستلو پر مهال به دوی د خيبر پښتونخوا ګونر ته خواست کوي چې نور ګاړي هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG