د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزی: افغان ولس د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلو ته په انتظار دی


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې افغانان د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو پایلو ته په تمه دي او غواړي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ژر تر ژره تر سره شي.

کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي چې افغانان د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو پایلو ته په تمه دي او غواړي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ژر تر ژره تر سره شي.

د شنبې په ورځ تر غرمه وړاندې له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې افغان ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره په ارګ کې د لیدو کتو پر مهال کړې دي.

ولسمشر کرزي او جان کېري د ولسمشرۍ د ټاکنو د دویم پړاو د رایو د پلټنو او د دې بهیر د ژر تر ژره پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي زیاته کړه چې ً د ټاکنو د پایلو په اعلانولو کې ځنډ پر حکومتي چارو ، د هېواد پر اقتصادي او امنیتي حالت منفې اغیز کړی دیً .

نوموړي وویل چې او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو شتون او پر افغان ولس بریدونه هم زیات شوي دي.

حامد کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان د خلکو انتظار باید نور پای ته ورسیږي او د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې له ژمنې سره سم په اګست میاشت کې اعلان کړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان د انتخاباتي پروسې په اړه خوشبیني وښوده او ویې ویل چې د دې پروسې ټولې اړوندې چارې په سمه توګه روانې دي.

جان کېري زیاته کړه چې ً دا پروسه به پر ټاکلي وخت نتیجې ته ورسېږيً.

جان کیري د شنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره تر لیدو وړاندې د پنجشنبې په شپه په کابل کې د امریکا په سفارت کې د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ډلې ویاند فیض الله ذکي بېګا مشال راډیو ته وویل چې کابل ته د جان کېري د سفر موخه په انتخاباتي چارو کې له پرمختګه خبرېدل او پر دې خبرې کول دي.

جان کېري تېره میاشت په کابل کې د افغان ولسمشرۍ دواړوه نوماندان د رایو د پلټنو او ملي یووالي حکومت پر جوړولو سره سلا کړي وو.

XS
SM
MD
LG