د لاسرسي ځای

نوازشریف د ملک پر امنیتي حالت د سیاسي مشرانو غونډه رابللې ده


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

دا ملکي کنفرانس به د شنبې په ورځ سهار لس بجې د وزیراعظم په کور کې پیل شي. په دې غونډه کې به د سیاسي ګوندونو د پارلماني مشرانو تر څنګ د پاکستاني پوځ او جاسوسي ادارې آی ایس آی مشر هم ګډون کوي.

اسلام اباد: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په ملک کې د روانو امنیتي او سیاسي جالاتو په اړه د شنبې په ورځ د ټولو سیاسي ګوندونو د مشرانو غونډه رابللې ده.

دا ملکي کنفرانس به د شنبې په ورځ سهار لس بجې د وزیراعظم په کور کې پیل شي. په دې غونډه کې به د سیاسي ګوندونو د پارلماني مشرانو تر څنګ د پاکستاني پوځ او جاسوسي ادارې آی ایس آی مشر هم ګډون کوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې وزیراعظم نواز شریف دا یو ښه ګام پورته کړی دی چې په روانو حالاتو کې له سیاسي مشرانو سره سلا مشوره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوانی کرکټر او اوس د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان او د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهر القادري اعلان کړی دی چې د روانې میاشتې پر څوارلسمه نېټه به اسلام اباد ته اوږد لاریون [لانګ مارچ] کوي.

طاهرالقادري ګواښ کړی دی چې د دې لاریون په وسیله به د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ کې موجود د مسلم لیګ (ن) ډلې اوسنی مرکزي حکومت ړنګ کړي.

طاهرالقادري تېره شپه په یوه بیان کې ویلي چې پولیسو د پاکستان عوامي تحریک تر پنځه سوه زیات پلویان نیولي دي.

نوموړي ویلي چې ً که حکومت د پاکستان عوامي تحریک د غړو نیولو ته دوام ورکړي او یا هم دی ونیسي نو له دوی سره به د سمدستي انقلاب له غږه پرته بله لار نه ويً .

د پنجاب د قانون وزیر رانا مشهود د دې پخلی کړی دی چې د طاهرالقادري د ګوند پاکستان عوامي تحریک د ۳۲ ملاتړي یې نیولي دي.

د کاناډا تابعیت لرونکي طاهرالقادري د روانې میاشتې پر ۱۰مه په لاهور کې د احتجاج اعلان هم کړی دی.

د عمران خان او طاهرالقادري د دې احتجاج تر ټولو لوی ټکی دا دی چې د دوی په وینا د پاکستان په هغو ټولټاکنو کې درغلۍ شوې وې چې د ۲۰۱۳م کال د مې پر ۱۱مه تر سره شوي وو.

د طاهرالقادري ګوند پاکستان عوامي تحریک په دې ټولټاکنو کې برخه نه وه اخیستې او د عمران خان تحریک انصاف له خیبر پښتونخوا پرته په نورو صوبو کې تر هغه بیخي لږ چوکۍ وګټلې چې عمران خان یې تمه درلوده.

XS
SM
MD
LG