د لاسرسي ځای

ایدک قبیله وايي ، که وژل کېږي هم نو وزیرستان نه پرېږدي


د پاکستان پوځي عسکر

د پاکستان پوځي عسکر

د شمالي وزیرستان د میرعلي ایدک قبیلې مشرانو تېر ماښام په جرګه کې پرېکړه وکړه چې په خپله سیمه کې به امنیت ټینګوي او هېڅ کله به هم کډه و نه کړي.

بنو: د شمالي وزیرستان د میرعلي ایدک قبیلې مشرانو تېر ماښام په جرګه کې پرېکړه وکړه چې په خپله سیمه کې به امنیت ټینګوي او هېڅ کله به هم کډه و نه کړي.

د قبیلې یوه مشر محمد عالم نن مشال راډیو ته وویل، حکومت دې دوی ووژني خو دوی خپله خاوره نه پرېږدي.

ایدک قبیلې دا جرګه تر هغې وروسته وکړه چې تېره ورځ د پاکستان پوځ ورته وویل چې په دوو ورځو کې دي له سیمې ووځي.

د قبیلې مشران وايي، دوی تر اتو کلونو خپله سیمه له نا امنیو ژغورلې ده او اوس یې هم حکومت ته باور ورکړی دی چې وسله وال به سیمې ته نه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د جون میاشتې له پنځلسمې نېټې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات کوي.

د دې عملیاتو له کبله شاوخوا یو میلیون کسان بې کوره شوي دي چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا بنو او د ډیورنډ کرښې هغې بلې خوا خوست او نورو ورڅېرمو سیمو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG