د لاسرسي ځای

جان کیري د افغان مشرانو سره د لیدو په موخه کابل ته رسیدلی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري په یوه نا اعلان شوي سفر د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسیدلو.

په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې جان کیري به کابل ته په اوسني سفر کې د ولسمشرۍ د نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله او ترڅنګ یې د افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم ګوري.

خبرپاڼه وايي دامریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل تیر سفر او د ددواړو نوماندانو سره د ټیليفوني اړیکو نه پس ، دا سفر ترسره کوي او دواړه نوماندان به دې ته تشویقوي چې د رایو د تفتیش پروسه تیزه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې دواړو کاندیدانو خپل منځي ملاقاتونه زیات کړي او د پنجشنبې په سهار یې هم یو له بل سره کتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو درایو د تفتیش لپاره د پنجنشبې په ورځ د اروپايي ټولنې د انتخاباتي څارونکو نوې سل کسیزه ټیم کابل ته را ورسیده.

له انتخاباتو نه د اروپایي ټولنې د څارونکي پلاوی له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې دغه نوي څارونکي د ناروې د اروپا د شلو هیوادونو اوسیدونکي دي.

خبرپاڼه وایي، چې ددې څارونکو د راتګ هدف د رایو د تفتیش د بهیر ګړندي کول دي.

په مجموعي ډول اوس د اروپايي ټولنې ۳۵۱ څارونکي د جمهوري ریاست انتخاباتو د رایو دبیاشمیرلو څخه نظارت کوي.

XS
SM
MD
LG