د لاسرسي ځای

کرزی : د ټاکنو نتیجه باید له مخکیني ټاکل شوي وخت سره سم اعلان شي


ولسمشرحامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره وکتل. په دغه کتنه کې چې نن (پنجشنبه) له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د پلټنې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

ولسمشرحامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي یان کوبیش سره وکتل.په دغه کتنه کې چې نن (پنجشنبه) له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د پلټنې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي څرګنده کړه چې د افغانستان ملت له میاشتو را هیسې د انتخاباتو د نتیجې اعلان ته منتظر دی.

په میلیونونو افغانانو په انتخاباتو کې په ګډون سره خپله اراده تمثیل کړه او اوس غواړي چې د ټاکنو نتایج اعلان شي ترڅو افغانستان د نوي ولسمشر او حکومت خاوند شي او د هیواد چارې په عادي ډول پرمخ ولاړې شي.

د هیواد ولسمشر څرګنده کړه چې د انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې رامنځته شوی اوسنۍ ځنډ د هېواد په امنیتي او اقتصادي حالت ناوړه اغیزې کړي دي.

ولسمشر کرزي ټینګار وکړ چې د هېواد د ثبات، امنیت او اقتصاد لپاره باید د انتخاباتو نتیجه له مخکیني ټاکل شوي معیاد او وعدې سره سم، د اوسنۍ عیسوي میاشتې (اګست) دننه اعلان او نوی ولسمشر د چارواګي په لاس کې واخلي.

XS
SM
MD
LG