د لاسرسي ځای

د اسلامي دولت وسله والو فعالیتونو د ۲۵۰۰۰ ماشومانو ژوند خطر سره مخامخ کړ


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په شمالي عراق کې د عراقیو او شامي کردانو د سیمو پر پوله د اسلامي دولت وسله والو واکمنۍ نوی بشري او امنیتي بحران پیدا کړی دی.

له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په لسګونه زره ملکي وګړي له عراقي ښار سېنجار سره نېږدې په غرییزه سیمه کې بند پاتې دي. سېنجار د اسلامي دولت وسله والو نیولی دی. په دې کډوالو کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ ماشومان دي.

ملګري ملتونه وايي، که دې کډوالو ته پر وخت خواړه او اوبه و نه رسېدې نو دا ماشومان به په ورځو کې دننه مړه شي. په عین وخت کې وسله وال ګواښ کوي چې د عراق دوه تر ټولو لوی د اوبو بندونه یا ډیمونه ونیسي او د کردستان مرکز اېربېل ته د ننوتو هڅې کوي.

ورځپاڼه دعوه کوي چې په هغه سیمه کې بشري ژوند او د امریکا ګټو ته ګواښ د غزې تړانګې پرتله زیات دی. د غزې تړانګه په دې وروستیو اوونیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د توجه مرکز دی.

ورځپاڼه لیکي، د شمالي عراق په هغه برخه کې یوه عراقۍ ډله ده چې د یزیدیانو په نوم پېژندل کېږي. دا ډله د اسلامي دولت وسله والو د ټول وژنې له ګواښ سره مخامخ ده ځکه چې وسله وال د دې فرقې کسان ملحدان بولي. په عین حال کې، په سیمه کې د امریکا تر ټولو نېږدې ملګری د کردستان حکومت دی چې د اسلامي دولت وسله والو پرمختګ مخنیوي لپاره ولاړ دی.

رپورټونه وايي، امریکايي چارواکو کردي ځواکونو ته په مستقیمه توګه د وسلو استولو اجازه ورکړې ده. دا ځواکونه د سېنجار بیا نیولو هڅه کوي. امریکا پر عراقي حکومت هم ټینګار کړی دی چې د یزیدیانو په سیمه کې له الوتکې بشري مرستې ور واچوي.

ورځپاڼه لیکي، په دې ټول بهیر کې د عراق په اړه د امریکا د تګلارې تاوان کردانو ته رسېږي. امریکا غواړي چې له کردانو سره د مرستو پر ځای دې په بغداد کې قوي مرکزي حکومت موجود وي. کردان سیکولر دي، ډیموکراټ دي او غرب پلوه دي.

تېره میاشت د کردانو یوه پلاوي واشنګټن ته سفر وکړ او له امریکا یې د مستقیمو پوځي مرستو غوښتنه وکړه چې د اسلامي دولت د وسله والو پر وړاندې وجنګېږي. خو د اوباما حکومت چارواکي دا فکر کوي چې د دې کار تر کولو مخکې باید له عراقي وزیراعظم نوري المالکي پوښتنه وکړي او په دې کې د هغه رضایت او همکاري تر لاسه کړي. د ورځپاڼې په خبره، د مالکي د فرقه ییزو تګلارو په نتیجه کې په عراق کې کورنۍ جګړه پیله شوه.

ورځپاڼه زیاتوي، د اوباما اداره دا سم کار کوي چې د مالکي د وزیراعظمۍ تر مودې هغه ته مرستې ورنکړي خو باید په شمالي عراق کې د بشري بحران هواري لپاره په سمدستي توګه هلې ځلې وکړي او د کردي ځواکونو ملاتړ وکړي چې د وسله والو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG