د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارزګان کې جګړه روانه ده


د افغانستان د ارزګان ولایت چارواکي د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې له طالبانو سره د سختو نښتو خبر ورکوي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ د امنیې قومندان دوهم څارن قاري نظرمحمد مشال راډیو ته وویل، چې له پنځو ورځو راهیسي په سیمه کې جګړه روانه ده.

هغه وویل، د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره شاوخوا نهه سوو طالبانو چې په کې پنجابیان هم شامل دي حمله کړې ده. د امنیي قومندان وویل، طالبانو ته یې سخت مرګ ژوبله اړولي.

د چارواکو په وینا په وژل شویو طالبانو کې د طوفان او قاري قدرت په نومونو د طالبانو مشهور قومندانان هم شامل دي.

د خاص ارزګان د امنیي قومندان وویل، چې په دغو نښتو کې یو افغان سرتیری وژل شوی او یو پولیس او د ملي اردو درې سرتیري ژوبل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG