د لاسرسي ځای

د چمن امنيتي چارواکي وايي، د دې ښار پر مال روډ نن (پنجشنبه) غرمه چاودنه شوې، چې پکې ۱۱ کسان ژوبل شوي دي په ژوبل کسانو کې یوه مېرمن او درې پولیس واله هم شامل دي.

د ښار پولیس زیاتوي چې چاودنه په يوه موټر سايکل کې د ایښودل شویو بارودو په وسیله هغه مهال وشوه کله چې د پولیسو موټر له همدې ځایه تیرې دی.

په دې چاودنه کې د يوه پولیس او دوه ولسي وګړي حالت د اندېښنې وړ بلل کيږي. د چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG