د لاسرسي ځای

اسلام اباد - پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

د نهې (یا سې شنبې پر ورځ) په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر وخت د وزیراعظم نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز وویل، له افغان حکومت سره به یو ځل بیا پاکستان ته د ملا فضل الله د سپارلو موضوع څېړي.

ده وویل، د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کول مهمه مسله ده او په دې لړ کې اسلام اباد له کابل سره په اړیکه کې دی:

((زموږ هم دا مطالبه له افغان حکومته ده چې ملا فضل الله دې پاکستان ته وسپارل شي. بنیادي خبره دا ده چې که موږ د پولې د ښه انتظام په اړه له یو بل سره همکاري وکړو نو زما په خیال دا به ډېره ښه خبره وي. په دې کې یوازې تړون یا معاهده نه ده بلکې د پولې د انتظام خبره هم ده او هغه به موږ د بایومیټرک نظام له لارې کوو. دا وخت دوه لارې دي: یوه د چمن او بله د خیبر. هلته به بایومیټرک نظام لګي او هېڅ کس به هم له اسنادو پرته تګ راتګ نشي کولای.))

د سرتاج عزیز په خبره، پاکستان خپلې پولې ساتلای شي او د پولې له هغې خوا د هر ډول کار ځواب هم ورکولای شي.

د ملا فضل الله پاکستان ته د سپارلو په اړه د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د کسانو یو بل ته د سپارلو تړون نشته: ((د پاکستان له خوا که د ملا فضل الله د حوالګۍ مطالبه کېږي نو زما په خیال د افغانستان په خبرو کې هم وزن شته دی چې د هغوی خلاف دلته (په پاکستان کې) هم وسله وال موجود دي. زما خیال دی چې د دې مسلې [یو اړخیزه هواری] نشي کېدای. دواړه ملکونه به کښېني، او پر پولې به د مسلو حل راوباسي. د دې مسلې یو جامع حل په کار دی او داسې نه ده چې موږ به له دې ځایه مطالبه وکړو او هغوی به له هغې ځایه مطالبې کوي. له دې سره زړه بدی او کړکېچ پیدا کېدای شي.))

د سرتاج عزیز د څرګندونو په اړه افغانستان لا څه نه دي ویلي. خو په تېرو وختونو کې یې دا تور رد کړی دی چې ګواکې فضل الله په افغانستان کې دی.

XS
SM
MD
LG