د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د قبایلي سیمو کډوالو احتجاجي ناسته دوام لري


پېښور - د قبایلي سیمو خیبر، باجوړ او مومندو بې کوره شوي شاوخوا ۱۰۰ کسانو د حکومتي مرستو کمښت پر ضد په پېښور کې د خبریالانو مرکز (پرېس کلب) مخې ته له درو ورځو راهیسې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.

دوی وايي، د خپلو حقونو تر ترلاسه کولو به احتجاج روان ساتي.

د قبایلي سیمو تحریک متاثرین مشر اقبال اپریدی د دې ناستې مشري کوي. ده مشال راډيو ته وویل، دوی غواړي په سیمو کې یې امنیت ټینګ شي، خو که حکومت دا کار نشي کولای نو بیا دې بې کوره شویو ته اسانتیاوې ورکړي:

((موږ چې دا احتجاجي ناسته (یا درنا) کړې ده، د دې مقصد دا دی چې د خیبر، باجوړ او مومندو بې کوره شویو خلکو ته دې د دوی [له حق سره سمې مرستې] ورکړل شي. دوی چې کله بې کوره شول نو ورته د سفر اسانتیاوې ورنکړل شوې او [هغه] خلک چې [سیمو ته ستانه] شوي دي هغوی ته هم څه اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې. د باړې بې کوره شوې کورنۍ تر اوسه په خیمو کې ژوند کوي او په جلوزو کیمپ کې نه د صحت او نه د تعلیم اسانتیا شته.))

په ناسته کې د باجوړ اېجنسۍ د بې کوره شویو په استازیتوب حاجي دولت خان وویل: ((په کیمپ کې د باجوړ بېکوره شويو ته هېڅ قسم اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې. [هغه] خلک چې بېرته تللي دي د هغوی د بیا ابادولو لپاره څه نا څه کار روان دی خو د هغوی حق په پوره توګه نه ادا کېږي. د کوټکي بې کوره شوي کسان چې له ملکانو سره دېره ول، هغوی ته ملکان هېڅ قسم حقونه نه ورکوي. هغه خلک تر اوسه په کیمپونو کې مېشت دي.))

د خیبر د باړې د قمبر خېلو امباره خان وايي، د حکومت مرستې د دوی ضرورتونه نه پوره کوي: ((پینځه کاله مخکې چې یې موږ ته خیمې راکړې وې، په هم هغو کې اوسو. هغه دومره خرابې شوې دي چې په باران کې چې څنګه اوبه بهر ورېږي هم هسې په خیمو کې ورېږي. په خپلو سیمو کې مو کورونه هم وران شوي دي. په میاشت کې یو ځل د خوراک سامان راکوي چې پر هغې زموږ ګوزاره نه کېږي. اکثر د خوراک شیان ډېر خراب وي نو موږ یې په بازار کې خرڅولو [ته اړ] شو.))

د احتجاجي ناستې د باړې یوه سپینږیري ګډونوال لال باچا مشال راډیو ته وویل، له نورو ستونزو سره د بې کورۍ د ژوند له کبله د دوی د ماشومانو راتلونکې هم اغېزمنه شوې ده:

((موږ بې کوره شو. وطن ته هم نشو تللای. کورونه او کوټې مو ټولې ورانې دي، ګني موږ به خپل وطن ته تللي وای. په سیمه کې لا هم امن نشته. زموږ بچي هم لارو، کوڅو کې ګرځي. راتلونکې یې خرابه شوې. د کاروبار او ګټې وټې لار هم نشته. بس الله دې زموږ مدد وکړي.))

په احتجاجي ناسته کې د خیبر، باجوړ او مومندو بې کوره شوي وايي، که حکومت یې غوښتنو ته پاملرنه ونکړه نو دوی به د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره عدالت ته ځي او د خیبر پښتونخوا د ګورنر ماڼۍ او په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته به هم مظاهرې وکړي.

حکومت د دې خلکو د غوښتنو په اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG