د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جلال اباد اوسېدونکي د برېښنا له پارچاوه شکایت کوي


جلال اباد - د روژې د میاشتې له پيله چې په جلال اباد ښار کې د برېښنا اوږده پارچاوي يا لوډ شېډنګ پيل شوی تر اوسه دوام لري، چې د برېښنا شرکت دغې کړنې د جلال اباد ښاريانو ستونزې زیاتې کړي او له دولت نه غواړي چې په سخته ګرمۍ يې د برېښنا ستونزه هواره کړي.

يو تن يې له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((زما نوم عبدالبصير دی، وروره، دا د برق پرچاوي ډېره زیاته ده، خصوصاٌ د ننګرهار ښار کې يو خو ګرمي ډېره ده، شپږ ساعته ځي، کله اووه ساعته نه وي، ماشومان او سپين ږيري ډېر په تکليف کې وي، اوس خو هر څه نوي شو، بوديجه هم ورته ډېره شوې، اوس چې دا کار کوي، نو له خلکو سره زیاتی کوي.))

يو بل تن هم ورته شکايت لري او وايي:

((زما نوم محمد جلال دی، د جلال اباد ښار اوسېدونکی يم. د برق ستونزه دلته ډېره زیاته ده. دا خو ډېر غټ مشکل دی، ماشومان سوزي، زنانه په مشکل کې دی، ګرمي ده، بايد په ننګرهاريانو ډېر رحم وشي، هاخوا ولایتونو ته وګوره څلرويشت ګينټې (ساعته) برق وي، دلته شپږ ګينټې هم نه وي، ټرانسفرمر وګورئ، برق وګورئ، هر څه نوي راغلي.))

بلخوا د ننګرهار د برېښنا رییس انجینر محب الرحمان مومند په جلال اباد ښار کې د برېښنا ستونزه مني خو په خبره يې په دغه ولايت کې چې څومره برېښنا ته اړتيا ده، هومره په واک کې نه لري، نو ځکه پارچاوي ته اړ شوي دي.

((دا اوس د شل ميګاواټه په ظرفيت يو بل ټرانسفرمر د نصبيدو په حال کې دی، ۹۵ فيصده چارې يې مخته تللي دي. او د نغلو لين کې چې موږ پارچاوي لرو، هغه د مصرف لوړوالی دی، بل کوم مشکل موږ نه لرو. دغه ټرانسفرمر چې موږ په غوچکو کې لرو، د دې ظرفيت همدومره و چې موږ ورته کوم ټرانسفرمرونه نصب کړي دي، د دې نه اضافه موږ نه شوو نصبولی، د همدې په خاطر موږ د بل ټرانسفرمر د نصبيدو هلې ځلې کوو انشاالله په نيږدو کې به يې نصب کړو.))

د ویلو ده،چې د نغلو بند پر برېښنا سربېره د درونټې له بند څخه هم جلال اباد ښار ته برېښنا راغلې، چې د برېښنا شرکت د مسوولینو په خبره د دې بند ټرباینونه یا مشینونه زاړه دي، او هومره برېښنا نشي تولیدولای چې باید یې جوړه کړي.

په ورته وخت کې، د برېښنا شرکت مسوولین وايي، چې دوی د نغلو بند برېښنا د ظرفیت لوړولو هڅې پيل کړي، چې له امله به يې د جلال اباد ښار د برېښنا ستونزه تر ډېره راکمه شي.

XS
SM
MD
LG