د لاسرسي ځای

په کابل کې د امریکايي جنرال د وژنې سخته غندنه


برید جنرال هیرلډ‌ ګرین چې د افغان سرتېري په ډزو کې ووژل شو.

برید جنرال هیرلډ‌ ګرین چې د افغان سرتېري په ډزو کې ووژل شو.

کابل - په کابل کې امریکايي سفارت او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سې شنبې (نهې) ورځې په برید کې د امریکايي لوړپوړي جنرال وژنه په کلکه غندلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبېش د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي: ((دا یوه غميزه ده.))

دی زیاتوي، نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د امنیت ساتلو لپاره یو مهم رول لوبوي.

دغه راز د امریکا سفارت هم د کابل په یوه پوځي اکاډمۍ کې د افغان سرتیري په ډزو کې د یوه لوړ پوړي امریکایي جنرال وژنه غندلې او د دې پېښې له ټپیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده .

تر دې مخکې، د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربای په یوه خبري غونډه کې منلې وه چې تورن جنرال هیرلډ ګرین په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو لوړ رتبه امریکایي پوځي وو چې په افغانستان کې ووژل شو.

((دا په ښکاره د سېپټېمبر د نهمې له پېښي راهیسي زموږ تر ټولو لوړ رتبه کس وو چې وژل شوی.))

د نهې ورځې په پېښه کې د درو افغان سرتېرو په ګډون ۱۵ کسان ټپي شوي دي چې پکې یو جرمن توکمه جنرال هم دی.

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د قرغې په پوځي اکاډمۍ کې د یوه افغان سرتېري د ډزو په پېښه کې مرګ ژوبله غندلې ده.

افغان سرتېري پر لوړپوړو بهرنیو پوځي روزونکو هغه وخت ډزې وکړې چې هغوی د اکاډمۍ لیدو ته ورغلي ول.

XS
SM
MD
LG