د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نورستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید ۲۰ وسله وال وژلي دي


د نورستان چارواکي وايي د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نن سهار لږ تر لږه شل وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن ازادي راډیو ته وویل بې پیلوټه الوتکې د کامدیش ولسوالۍ اړوند پر کشتوز سیمې نهه ځلې حمله کړې چې په نتیجه کې یې عربان ، پنجابیان او نور بهرني وسله وال مخالفین وژل شوي.
د والي په خبره دغو وسله والو په خپلو پټنځایونو کې د حملو د پلان په جوړولو کار کاوو چې بمباری پرې وشوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG