د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې نښته، یو شمېر وسله وال وژل شوي او ژوبل


ګردېز - د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، په زرمت ولسوالۍ کې له وسله والو سره تر دوه ساعته جګړې وروسته ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي، نښته هغه وخت وشوه چې ګڼ شمېر وسله والو د چارشنبې (یا شورو) سهار وختي د زرمت ولسوالۍ د استوګنې پر پوسته بريد وکړ.

اوریاخېل د وژل شویو او ژوبلو کره شمېر ورنکړ.

نوموړی وايي، په دغه بريد کې درې افغان پوليس هم ټپيان شوي دي او په خبره يې چې په دې جګړه کې اکثره بهرني وسله وال شامل وو.

ده د بهرنیو وسله والو پېژندګلوي هم په ډاګه نه کړه.

د اورياخېل په خبره، د وسله والو وسلې او مړي يې د پوستې مخ ته ورپاتې شوي او په سيمه کې جګړه پای ته رسېدلې ده.

تر دې مهاله وسله والو د دې پېښې په اړه هېڅ نه دي ويلي.

د وسله والو د وژل کېدو دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې دوه اوونۍ مخکې په پکتيا کې د يو لړ عملياتو پر مهال تر ۴۰ زيات وسله وال وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG