د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د بهرنیو په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي


غزني - دغه هوايي بريد د سې شنبې یا نهې پر ورځ د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې شوی دی چې پکې شپږ تنه ترکمن، پنجابي او افغان وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي، بريد پرون د ګېرو ولسوالۍ په مټاخان سيمه کې شوې ده.

د ګېرو ولسوال الله داد خيرخواه وايي، په دغه سيمه کې وسله وال د وسلو يوه ستره زېرمه هم جوړه کړې وه چې پکې به يې ماينونه جوړول، ځانمرګيو ته به يې واسکټونه پکې تيارول، وسلې به يې پکې ساتلې او بيا به يې له همدې ځايه ګېرو او نورې ولسوالۍ ناارامې کولې.

دی وايي، د بهرنيو سرتېرو په هوايي بريد کې د وسله والو د وسلو زېرمه او پټنځای په بشپړه توګه له منځه تللی دی.

د خيرخواه په خبره، په وژل شويو کسانو کې درې تنه يې ترکمن، دوه يې افغانان او يو يې پاکستانی پنجابی دی.

((هلته د طالبانو د وسلو يو عمومي ډېپو وو چې ټول مهمات به دوی هلته پکې يو ځای کول. طالبانو چې به هره جګړه کوله له همدې ځايه به ورته اکمالات رسېدل. پرون همدغه ډېپو بمبار شوی دی او شپږ تنه وسله وال هم پکې وژل شوي دي.))

خيرخواه وايي، په دغه بريد کې عامو وګړو ته کوم ځاني يا مالي زيان نه دی اوښتی.

دی وايي، وژل شوي کسان د طالب وسله والو مهم کسان وو چې په ګېرو او شاو خوا ولسواليو کې به يې پر ملي سرتېرو بريدونه پلانول، ماينونه به يې جوړول او له افغان سرتېرو سره به يې د جګړو قومانده په غاړه درلوده.

تر اوسه پورې طالب وسله والو لا په دې اړه څه نه دی ويلي.

XS
SM
MD
LG