لواړګی - د سې شنبې (نهې) پر ورځ د قبایلي سیمې خیبر سوداګرانو ټولنې غړو په لواړګي بازار کې احتجاج وکړ او د دوایانو مارکېټ یې احتجاجاً وتړه.
دوی وايي، دا احتجاج د حکومتي چارواکو (یانې پولیټیکل انتظامیې) د ناسم چلند پر ضد کوي.
سوداګران وايي، خاصه دار د دوی پر دوکانونو ورننوتل او دوکانداران یې ووهل او یو شمېر یې زندان ته واچول.
دوی وايي، د تجاوزاتو په حق کې نه دي خو چارواکي دې ورسره رویه سمه کړي.
د دوایانو مارکېټ مشر فضل الرحمان مشال راډیو ته وویل: ((موږ د پولیټیکل چارواکو تېري نشو زغملای او زموږ نیول شوي دوکانداران دې ژر تر ژره راخلاص کړي.))
ده ګواښ وکړ چې که د دوی نیول شوي ملګري خوشې نه کړل شول نو دوی به خپل احتجاج ته دوام ورکړي او له لواړګي تر تورخمه به بازارونه وتړي.
د سوداګرانو د ټولنې غړي احمد وویل، ((موږ په خپله هم تجاوزات لرې کوو خو دلته یې دوکانونه مات کړل او موږ بې ځایه تنګوي.))
د سیمې یوه اوسېدونکي اکبر خان وویل، ناروغان یې روغتون ته وروستي دي خو د احتجاج له کبله اوس ورته دواګانې نه ملاوېږي.
د خیبر د پولیټیکل انتظامیې یوه چارواکي دفتر خان مشال راډیو ته وویل، دوکاندارانو ته یې درې ورځې مخکې د تجاوزاتو د ختمولو ویلي ول خو ځینو دوکاندارانو پر دې عمل ونکړ نو ځکه یې کارروايي وکړه.
ده زیاته کړه چې هڅه کوي مسله هواره کړي.