د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر وزیرستان د پاکستاني پوځ په بمبارۍ کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي


خوست - وزیرستاني اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه (د سې شنبې یا نهې په شپه) د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د وزیرستان اړوند د مزدکو په سیمه کې پر ملکي وګړو بمباري کړې، چې په کې ۱۲ تنه وژل شوي، چې اووه تنه يې ښځې دي.

د مزدکو سیمه د خوست د تڼیو ولسوالۍ د نریزې سره په څنګ کې پرته غرنۍ منطقه ده، چې دا مهال په کې د وزیرستانيو کډوالو دیرشو کورنیو، چې په اصل کې د میرامشا د دیګانو پیران دي او دته خېلو پورې اړوند دي، اړولي دي.

یو ځايي قومي مشر بادشاه سبحان د تیلیفون پر لیکه مشال راډیو ته وویل، چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه (د اګست پینځمه) د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د وزیرستانیو کډوالو په خیمو او لرګینو څپرکو دوه توغندي وتوغول، چې له امله يې یاده مرګ ژوبله وشوه.

نوموړي وویل، چې د نهې پر سهار د تڼیو د نریزې د سیمې ګڼ خلک د پيښې ځای ته د مرستې په خاطر ورغلي ول.

ده وویل په دې پيښه کې د مولاجان په نوم د یوکس یوه لور او یوولس نور د نوموړي نږدې خپلوان او دوستان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ یا حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله د میرامشا څخه په لسګونو زره کورنۍ بې ځایه شوي او یو برخه يې د افغانستان د پولي سره د نږدې سیمو په ګډون خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته هم راکډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG