د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د ټریفېک پولیسو سرتېرو ته وسلې ورکړل شوې دي


پېښور - ((پخوا به زموږ نظر او توجه صرف پر ګاډو او اشارو وه. اوس د خپل تاڼې حفاظت هم [کول په کار] دي او پر سړک [باید] پر ګاډو او خلکو نظر هم [وساتو]. او تر ټولو زیات دا اضافي بوج (کلاشنیکوف ته اشاره) په دې اوړي کې برداشت کول دي.))

دا خبرې د پېښور په بانه ماڼۍ څلور لاره کې د ټریفېک پولیسو د سرتېري بهرام خان دي چې له درو نورو پولیسانو سره پر سړک ولاړ وو او د موټرو لار سموي.

د پېښور د دې څلور لارې په څېر، پر نورو هغو هم نن سبا د ټریفېک داسې پولیسان ولاړ دي چې ورسره کلاشنیکوفونه دي.

په دې اړه بهرام خان مشال راډيو ته وویل، په پېښور کې دا وخت پولیس سرتېري له سختو حالاتو سره مخامخ دي او پر پولیسو تر زیاتېدونکو بریدونو وروسته دوی ته د ځان ساتنې لپاره دا وسله ورکړل شوې ده.

بهرام خان وايي، پخوا به له دوی سره یوه تفنګچه (په عام ګړدود کې تماچه بلل کېږي) خو اوس په اوړي کې ورته کلاشنیکوف او مرمۍ ضد (بلټ پروف) جیکټ ورکړل شوي دي.

((زموږ توجه اوس له ګاډو سره د خپل افسر حفاظت ته هم شوې ده. [نو] دا شان ولس ته وګورو که ټریفېک ته؟ زموږ مشکلات سېوا شوي دي. موږ د وسله والو هدف ځکه هم په اسانۍ جوړېدای شو چې زموږ رابطه [نېغ په نېغه] له ولس سره وي. د دې [ځای] مثال د یوه ځنګل غوندې دی او په دې کې ځان [ساتل] ډېره غټه خبره ده، الله دې زموږ په ټول ملک رحم وکړي.))

په پېښور کې وخت په وخت پر پولیسو حملې کېدې، خو د ټریفېک پولیسو یوه چارواکي په وینا، په شپږو کلونو کې په لومړي ځل تېره میاشت د ټریفېکو پر پولیسو حملې وشوې.

د پېښور د ټریفېک پولیسو یوه چارواکي فیصل شهزاد مشال راډيو ته وویل، دوی تر هغې وروسته خپلو کارکوونکو ته د وسلو ورکولو پرېکړه وکړه چې د بانه ماڼۍ په څلور لاره کې او پر پجګي سړک د دوی دوه سرتېري ووژل شول.

ده وویل، وسله وال د پېښور پهه کلیوالو سیمو کې اوسي. د ده په وینا، په پېښور کې شاوخوا ۱۲ ځایونه داسې دي چې پکې د ټریفېک پر پولیسو په اسانۍ بریدونه کېدای شي.

((د هدفي بریدونو له پلوه، داسې سیمې شته چې پکې تر حملو وروسته [وسله وال] په اسانه [تښتېدای] شي. نو ځکه ځېنې سیمې ډېرې حساسې دي.))

شهزاد وايي، ده ولیدل چې په تفنګچې (تماچې) د دوی د سرتېرو ساتنه شونې نه ده نو ځکه یې ورته کلاشنیکوفونه ورکړل.

((دا خبره هم د منلو ده چې پر دوی بوج (بار) سېوا شو خو د خپل حفاظت لپاره به دا بوج برداشت کوي.))

د دفاعي چارو پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی برېګېډییر سید نذیر د ټریفېک پولیسو ته د وسلو ورکولو په اړه وايي: ((ورو، ورو داسې مالومېږي چې [په دې ملک کې] هر سړک، بازار، [څلور لاره]، کور او دوکان یو قسم مورچه جوړېږي. ماشومان [دا وسلې] ویني، زاړه او ښځې یې ویني نو هغوی ته دا تاثر بیا بیا په ذهن کې ورځي چې دا ملک [د جنګ په حال] کې دی نو [چې] هرې خوا ته چې موږ وسلې ګورو یا [یې] ښيیو نو له دې چې کوم ذهن جوړېږي هغه جنګیالی او یا نامحفوظه وي. د دې به مثبته نتیجه نه وي، بلکې اثرات به یې منفي وي.))

بلخوا د سیمه ییزو چارو پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وايي، د ټریفېک پولیسو ته له وسلې ورکولو سره مسله نه هوارېږي: (([پوښتنه] دا ده چې حمله کوونکي څنګه د پېښور ته راځي، او دا موټرسایکلې څنګه دننه شي؟ دوی څه وخت [پر موټرسایکل پر غبرګې] سپرلۍ بندیز هم لګولی وو – نو یوې خوا ته [باید] سخت قوانین جوړ کړل شي او بلې خوا ته د حمله کوونکو مخنیوی په کار دی چې پېښور ته رانشي او داسې حملې و نه کړي.))

کارپوهان وايي، حکومت چې په مناسب ډول امنیتي سرتېري روزلي نه وي، هغوی ته یې نوي سامان او الات او وسله نه وي ورکړې تر هغو نه بریدونه کمېدای شي او نه هم د ټریفېک پولیسو ته پر وسلو ورکولو (چې دا د هغوی کار نه دی) دا مسله هوارېدای شي.

XS
SM
MD
LG