د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو د تاجکستان او کرغیزستان وګړي د ترهګرۍ په تور نیولي


د افغانستان د بدخشان ولايت چارواکي وايي، دوی په ترهګرۍ کې د لاس لرلو په تور د تاجکستان او کرغزستان وګړي له دوو افغان پوليس افسرانو سره يو ځای نيولي دي. چارواکو نن مشال راډیو ته وويل چې دوه بهرني او دوه ځايي پوليس په دا وروستيو کې په دغه ولايت کې د ترهګرۍ ضد عملياتو پر مهال نيول شوي دي.
نيول شوی تاجکستانی د علي ګل په نامه پېژندل شوی چې د تاجکستان د سوهېلي ښار قلوب اوسېدونکی دی. افغان چارواکي وايي چې نوموړي اعتراف کړی چې د جماعت انصارالله ډلې غړی دی چې په ډېری هيوادونو کې يوه ترهګره ډله نومول شوې ده.
د نيول شوي کرغيزي نوم بيا عبدالله دی او نوموړي اعتراف کړی چې د لږ پېژندل شوي ډلې سپاه کرغزستان غړی دی. د راپورونو سره سم دواړو نيول شوو مشکوکه کسانو دا اعتراف هم کړی چې د افغانستان په شمال کې يې د ترهګريزو بريدونو پلان په کار اچولی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG