د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي حماس ته یې د توغندیو ټېکنالوژي ورکړې ده


تهران - یوه ایراني چارواکي په ښکاره ډول ویلي چې هېواد یې د حماس وسله والې ډلې ته د توغنیو ټېکنالوژي ورکړې ده.

د ایران د مصلحت او تشخیص د شورا منشي محسن رضوي د هېواد عربي ژبې ټیلي وېژن الاعلم ته ویلي، په فلسطین کې د مقاومت کوونکو د توغندیو یا میزایلونو ټېکنالوژي د ایران له برکته ده.

رضوي زیاته کړه، تهران اړتیا لري چې فلسطینیانو ته دفاعي او پوځي ټېکنالوژي انتقال کړي چې هغوی وسله جوړه کړي او د ځان دفاع وکړي.

رضوي د ایران د انقلابي ساتونکو پخوانی قومندان دی.

نوموړي ایراني ولسمشر حسن روحاني ته یو لیک استولی دی چې پکې یې له هغه غوښتي چې حماس ته دې د اسراییلي جنګي الوتکو ضد دفاعي هوايي نظام ورکړي.

د رضوي څرګندونې پر داسې مهال خپرې شوې دي چې د مصر په هڅو اسراییل او حماس نامشروطه بشري اوربند ته سلا شول او د سې شنبې یا نهې له ورځې یې اوربند عملي کړ.

پر ایران تر دې مخکې تورونه پورې کېدل چې د غزې په تړانګه کې له حماس وسله والې ډلې سره مرستې کوي.

د اسراييلو د پوځ وياند پيټر لېرنر ويلي، له غزې تړانګې څخه ايستل شوی اسراييلي ځواکونه او ټېنکونه په دفاعي حالت کې د غزې له پولې بهر ځای په ځای شوي دي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې چې د اسراييل او حماس تر منځ جګړه پېل شوې، د ۱۸۵۰ په شا وخوا کې فلسطینیان وژل شوي چې زياتره يې ولسي وګړي دي.

بلخوا په دغه جنګ کې ۶۷ اسراییليان هم وژل شوي چې زياتره يې هغه پوځيان دي چې په غزه کې جنګېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG