د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان انتخاباتي لانجې او د میموري کارډونو استعمال د کیسټو کاروبار خراب کړی


جلال اباد - د جلال اباد ښار کیسټو او سي ډي پلورونکي وايي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو ټکني بهیر او د موبايل ميموري کارډونو يې په کاروبار منفي اغېز کړی دی.

په دغه کیسټو پلورنځيو کې هر هغه کیسټ او سي ډي تر لاسه کېږي چې په سږني اختر کې د پېښور او خیبرپښتونخوا په نورو ښارونو کې تر لاسه کیدای شي.

کیسټ پلورنکي وايي، په سږني اختر کې د کیسټو بازار د نورو اخترونو پرتله ډېر سوړ وو. يو تن يې له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((نوم مې ذاکر دی، او د جوی هفت اډې کيسټ پلورنکی يم. سږکال اختر کې په ټولو کیسټ پلورنځيو کې د بازار داسې خاص خوند نه وو، لکه پروسږکال چې کوم اخترونه ول، هغسې مزه يې نه شته، بلکې هر کار همداسې دی. سږکال ۲۰ یا ۲۵ ریلیزونه (نوي کیسټونه) ول، په دې ۲۵ کې يو ریلیز شوی کیسټ هم موږ سم نه دی خرڅ کړی بلکې په ټولو دوکاندارانو پاتې دي.))

يو بل کیسټ پلورونکی بیا وايي چې د کیسټو بازار ته د موبايل ميموري کارډونو او يو ايس بي سخته صدمه رسولې ده.

((زما نوم عبدالرحمان دی، جوی هفت اډه کې د کيسټو دوکان لرم. کوم مال چې په پېښور کې شته هغه ټول له موږ سره په دوکان کې موجود دی. ټول يو دانه دوه دانې خرڅ شوي علت يې دا دی چې بازار کې کمپيوټرو والا ناست دی، چا ته يې په فلیشونو کې اچوي، چا ته يې په ميموري کارډونو کې اچوي، په ۵۰ روپۍ ټوله ميموري ډکوي، ټول کار يې موږ ته خراب کړی دی.))

د جلال اباد ښار د کیسټ پلورونکو ټولنې مشر غنی خان لېونی وايي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو جنجالونو د کیسټ او سي ډي په بازار هم منفي اغېز پريښی دی.

((سږنی اختر، زه به دا درته ووايم چې دا اوس چې د ولسمشرۍ په سر کوم جنجال رامنځته شوی او دوی يو، بل ته قناعت نه کوي، د دې په وجه د ټولو خلکو بازار خراب دی، خو خورا زیات موږ په کې وځپل شو، اکثريت زموږ ځوان کهول په په دې تشويش کې دی چې له موږ سره به څه کېږي، زموږ اينده به څنګه وي. له هغوی سره د خپل ځان غم دی، هغوی به موسیقۍ ته څه وزګار شي چې موسيقي واوري.))

دی وايي چې د جلال اباد ښار په درو بازارونو کې ورسره ټول ۳۷ کیسټ پلورنځي رجسټر ول چې په تېر يوه کال کې يې ۱۵ کیسټ پلورنځی بند شوي او اوس يوازې ۲۲ کیسټ پلورنځي د خلکو پر مخ پرانیستي.

لېونی زیاتوي، که د کیسټو بازار همداسې سوړ وي، امکان دی چې پاتې دوکانونه هم وتړل شي.

XS
SM
MD
LG