د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان عملیات روان دي؛ د کډوالو ستونزې زیاتې شوې دي


بنو/ پېښور - د پاکستان پوځ وايي، د شمالي وزیرستان یو شمېر سیمې یې له وسله والو پاکې کړې دي.

په شمالي وزیرستان کې د جون په ۱۵مه د وسله والو پر وړاندې عملیات پیل شول چې له کبله یې په لکونه خلک بې کوره شول.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار د دوشنبې پر ماښام په یوه بیان کې وویل، تر اوسه یې میرامشا، میرلي، بویه، دېګان او تر دته خېلو پورې سیمې له وسله والو پاکې کړې دي.

بیان وايي، د میرامشا او میرلي ترمنځ په مومن ګل زیارت، درپه خېل، ټپي، سپلګه او ټوچي کې عملیات روان دي.

ازادې سرچینې د پاکستان پوځ د ورکړو مالوماتو پخلی ځکه نشي کولای چې شمالي وزیرستان ته د خبریالانو پر تګ بندیز دی.

تر اوسه دا نه مالومېږي چې په سیمه کې څومره وسله وال وژل شوي، ژوبل شوي او یا هم نیول شوي دي. د مرګ ژوبلې او د کلیو له وسله والو د پاکولو په اړه د مالوماتو یوازینۍ سرچینه د پاکستان پوځ دی.

له دې پرته وسله والو ډلو هم تر اوسه د پوځي عملیاتو، مرګ ژوبلې او مالي تاوان په اړه څه نه دي ویلي.

هلته د خیبر پښتونخوا والي یا ګورنر سردار مهتاب خان عباسي د دوشنبې پر ورځ له بېلا بېلو پلاویو سره د لیدو پر مهال وویل، د پاکستان وفاقي یا فېډرالي حکومت د شمالي وزیرستان بې کوره شویو ۴۰۰۰۰ کورنیو ته د ۱،۷ میلیارده یا اربه روپیو مرستې ورکړې دي.

ده وویل، پاتې کورنیو ته د مرستو رسولو بهیر روان دی.

عباسي زیاته کړه چې د پاکستان وزیراعظم په وینا د شمالي وزیرستان له بې کوره شویو سره ټولې لازمي مرستې کېږي.

خو ګڼو کډوالو وخت په وخت له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت د مرستو د وېش او انتظام پر عمل نیوکې کړې دي او وايي، دوی له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي.

دا کډوال وايي، حکومت ورته پوره مرستې نه ورکوي، دوی سرپنا نه لري او په کرایې کورونه نه پیدا کېږي.

کډوال زیاتوي، حکومت ورته ویلي دي چې په هغو ښوونځیو کې چې دوی اوس مېشت دي، هغه دې پرېږدي.

د بنو چارواکي مني چې کډوالو ته ویل شوي دي چې ښوونځي دې پرېږدي او کیمپ ته دې ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG