د لاسرسي ځای

په کونړ کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي


په کونړ کې افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰ وسله وال طالبان وژلي دي.
د کونړ امنیه قومندان مشال راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې، چې هوايي ځواک یې ملاتړ کاوه، د دوشنبې په شپه ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول.
د دولت وسله والو مخالفانو د کونړ د امنیه قومندان مل پاسوال سید حبیب سیدخېل د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG