د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستان عملیاتو مخالفت کوونکي ګوندونه ولې غلي دي؟


د وزیرستان عملیاتو مخالفت کوونکي ګوندونه ولې غلي دي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

جمیعت علمای اسلام (فضل الرحمان)، جماعت اسلامي، جمیعت علمای اسلام (سمیع الحق) او تحریک انصاف هغه مهم ګوندونه دي چې تل یې د شمالي وزیرستان د پوځي عملیاتو (اپرېشن) مخالفت کړی وو. تر عملیاتو مخکې، له جمیعت علمای اسلام (ف) پرته د نورو درو واړو سیاسي ګوندونو مشران د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتي کمېټۍ مخکښه غړي ول. خو د خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته د جون پر ۱۵مه کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل شول. ​تر هغې وروسته داسې لیدل شوي چې دې ګوندونو د خپل دریځ یا موقف برعکس د شمالي وزیرستان پر پوځي اپرېشن یو ډول خاموشي خپله کړې ده. وجې یې څه دي؟

XS
SM
MD
LG