د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنې ټیکری، پړونی یا شال په شوق پرسروي


پښتنې ټیکری، پړونی یا شال په شوق پرسروي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

  د شال او شملې په دې خپرونه کې پر پړوني، ټیکري، چیل یا د شال په باب غږېږو. پړونی چې د مېرمنو د پړدې سېمبول ګڼل کېږي ځکه خو  ټیکری او شال د پښتنو په لربر کې لوی ارزښت لري.    که یو خوا د پښتنو د بېلابېلو سیمو ښځې خپل سیمه ییز پړوني لري خو له دې سره سره د پېغلو، واده ښځو او د پاخه عمر ښځو ځان ځان ته پړوني وي.   په پېښور کې لیکوال  نثار محمد خان وايي،  پړونی د پښتنو ښځو پیژندګلو ده  او په کې د یوې ښځې پړده خوندي وي.   په خیبر پښتونخوا کې د صوابۍ پړونی «چیل» خپلې ځانګړتیاوې لري، د صوابۍ لیکوال طلا محمد شباب وایي، چې د نولسمي پیړۍ په لومړو کې د دغه سیمې د  پړوني رنګ او بڼه  بدله شوه. خو پر پړونیو د سرو ټکو تاریخ  د پښتنو پر خاوره له بهرني یرغل سره تړلی دی.   د پښتنو په سیمو کې د پړونې مختلف رنګونه  وي، دا رنګ د سیمې او د ښځو له عمر سره تعلق لري. په ملاکنډ او دیر کې هم  پر پړونیو له رنګارنګ  انځورونو سره ګلکاري  شوې وي. خو د چارسدې او  مردان د ښځو پړوني سپین رنګي وي چې پکې د  چارسدې ښځې پټګلي پړوني زیات خوښوي.    په یادو سیمو کې د  پړونې وسور  له  دوو تر دروو میټرو پورې پلن او اوږد هم دي.   له وزیرستانه تر خیبره د پښتنو په سیمو کې ښځې د خپلې خوښې د رنګ پړوني پر سروي چې پکې اکثره  سپين رنګي وي. د دغو سیمو  ښځې په خپل چم محلت کې وړکي پړوني پر سروي  خو چې کله بل کلي یا ښار ته ځي نو بیا لوی لوی ټکري پرسروي.   په شمالي پښتونخوا کې ښځې زیاتره د سپين رنګ پړوني خوښوي خو په جنوبې پښتونخوا کې بیا د پاخه عمر زیاتره ښځې د تور رنګ  ټیکري پرسروي، چې د دوی مشرولي ترې ښکاري.   په اسلام آباد کې لیکوال عارف تبسم وایي، په جنوبې پښتونخوا کې ښځې د چادریو «برقو» پرځای زیاتره پړوني پرسروي.   په افغانستان کې خبریاله لینا شریفي وایي، د افغانستان په مختلفو سیمو کې ښځې مختلیف پړوني کاروي چې د رنګ ، ناپ او د سیمې له پلوه جلا جلا وي. زیاتره ښځې خو هم خپل هغه پخوانی کلتوري ټیکری پرسروي خو د پاکستان ، ایران او یا د نورو هیوادونو څخه افغان کډوالې چې بیرته خپل هیواد ته تللې نو په پړوني کې یې بدلون راغلی دی.  

XS
SM
MD
LG