د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوشال خان خټک فلسفه ځوانانو ته د کامیابۍ لاره ښيي


 د خوشال خان خټک فلسفه ځوانانو ته د کامیابۍ لاره ښيي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:55 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د روانې مارچ میاشتې په اوږدو کې د پښتنو د اتل خوشال خان خټک ۳۲۵ تلين د خيبر پښتونخوا په ګډون د نړۍ په بيلا بيلو برخو کې ولمانځل شو، نوموړی  په ۱۶۱۳ م لمریز کال کې د اوسنۍ خيبر پښتونخوا په اکوړه کې زېږېدلی وو، هغه د ادب او ملي مبارزې یو داسې ځلانده ستوری بلل کېږي چې د ادبپوهانو په خبره ښايي ډېر لږ علمي شخصویتونه به وي چې قلم او توره دواړه به یې هممهاله چلولي وي. لکه خوشال خټک چې خپله وايي،   توره چې تېرېږي خو ګوزار لره کنه زلفې چې ولول شي نو خپل یار لره کنه   په دې شعر کې خپله د هغه د شخصیت څرک لیدل کېږي.    خو د یو داسې تاریخ ساز شخصیت په ژوند کې د نننیو پښتنو ځوانانو لپاره څه سبق پروت دی.   همدا موضوع مو له یو شمېر لیکولانو سره څېړلې. په پيښور کې اديب او ليکوال اباسين يوسفزی وايي د خوشال خان خټک ژوند نه يواځې د پښتون زلمي کول بلکې د نړۍ د ټولو ځوانانو لپاره ډېرې د کار خبرې لري، خوشال د غيرت، همت، حوصلې او پرمختګ درس ورکوي، د خوشال  فکر تر انتهايي کچې دانش لري او يو عملي بني ادم وو:   په قايداعظم يونيورسټۍ کې د تاريخ د څانګې پخوانی مشر ډاکټر وقارعلي شا وايي، زياتره پښتانه ځوانان نه یوازې په سمه توګه له خوشال خټکه خبر نه دي بلکې که یو څه یې ورښودلی دی نو هغه د یوه جنګيالي په بڼه کې ورپېژندلی دی، د ده په خبره خوشال کې خود اعتمادي وه، يو ځانګړنه او انفراديت وو چې نن له پښتنو ورک دی:   وقار علي شا زياتوي چې انسان په شلمه پېړۍ کې اسمان ته وختو خو خوشال ورته څو سوه کاله مخکې ويلي وو چې   لار  د ختو اسمان ته نشته  زه به لار ورته پېدا کړم په هنر :   یا دا ......   د همت په بال و پر سړی الوځي مرغه پورته الوته کا په وزرو   اباسين يوسفزۍ وايي که يو خوا د حکومتونو د تعصب له وجې ځوانان د خوشال خان خټک له ژونده او کارنامو  بې خبره دي نو بلخوا  د  ځوانانو لومړيتوبونه هم نور دي:   وقار علي شا وايي خوشال خان ځوانانو ته د ژوند پغام ورکوي :   همداراز د پيښور يونيورسټۍ د پښتو څانګې مشر راج ولي شا خټک وايي په روانو حالاتو کې د خوشال خان خټک فلسفه ډېره ضروري ده چې دا رنګ د ځوانانو مړه ذهنونه راژوندي کړي:     په اسلام اباد کې د قايد عظم يونيورسټۍ د تاريخ څانګې پخوانې مشر وقار علي شا وايي که پښتنو ځوانانو خوشال خان خټک او خپل تاريخ هېر کړو  نو تاريخ به دوی هېر کړي:   تاسو د کارپوهانو خبرې واوريدې دوی وايي خوشال خان خټک د غيرت، همت، حوصلې او پرمختګ درس ورکوي، د دوی په خبره که چېرې  پښتانه ځوانان خوشال خان ولولي او بيا د هغه په فلسفه عمل وکړي نو ضرور به کاميابېږي.

XS
SM
MD
LG