د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل پر پښتنو اغېز


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېبرورۍ پر ۱۵ مه نيټه په ۱۹۸۹ م کې د شوروي اتحاد اخري پوځي افسر بوريس ګروموف له افغانستانه ووتو او دارنګ په افغانستان کې د شوروي اتحاد څه باندې نهه کلن یرغل پای ته ورسېد. د دې یرغل په ترڅ کې د رامنځ ته شوې جګړې له کبله په پاکستان او په خاصه توګه د پښتنو پر سيمو څه اثرات وغورځېدل په دې اړه د مشال راډيو خبریال اسرار عالم مومند د عوامي نېشنل پارټۍ له یو مرکزي مشر افراسياب خټک سره مرکه کړې. افراسياب خټک وايي پر افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل شا و خوا ۲۵ کاله تېر شول خو د ده په خبره د دغه يرغل اثرات اوس هم د سختدريځۍ په شکل کې د  پښتنو پر سيمو موجود دي او د دې د مخنيوي يواځنۍ لار دا ده چې د تعليمي نصاب، رسنيو او حکومتي پالیسو څخه د سختدريځۍ مواد لیرې کړل شي.

XS
SM
MD
LG