د لاسرسي ځای

تازه خبر

امن، تعلیم او روغتیا مې هدف دی. معصومه حیات


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د سروی نننۍ خپرونه مو د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړې معصومه حیات مېلمنه ده.   که څه هم معصومې هم د پروسږ  کال مارچ میاشتې راهیسي په عملي توګه په سیاست کې قدم اېښی دی خو د هغې په خبره سیاست ورته له کورنۍ ورپاته دی.   معصومه حیات له پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره تعلق لري او د ګوند له هاغه فېصلې وروسته په هغو څو ښځينه غړیو کې شامله شوه چې د مېریټ پر بنیاد ورته د پارلماني استازیتوب جوګه وګرځول شوه.   معصومه د بلوچستان له پښین سره تعلق لري. تعلیم ېې د کوټې له بلوچستان پوهنتونه حاصل کړ او د بي اېډ پس ېې ایم اېډ هم کړی دی. معصومه وايي چې پر دریو خبرو امن، تعلیم او صحت ېې توجه ده او د دې هڅې کوي.   د سروی په اونیزه خپرونه کې مو له معصومې سره د هغې پر ژوند او کار  خبرې کړې دي.   کوربنه: ملیحه امیر زاده    

XS
SM
MD
LG