د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو له حقوقو به یوه شېبه پر شا نشو. رووف لالا


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عبدالروف لالا چې د عمر ډېره برخه يې په سیاست کې تېره کړې، او سیاست بیا ټول د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر بېرغ لاندې کړی دی. د مشال راډيو د اونيزې خپرونې ؛د مشال مرکه؛ کې ورسره په اسلام آباد کې زموږ د کوټې خبریال خدای نور ناصر مرکه کړې ده. سېنېټر عبدالروف لالا وايي د يوه سیاستوال په هیث يې ژوند له ډېرو مشکلاتو ډک وو. او ډېرې ستونځې او کړاوونه يې ګاللي دي. عبدالروف لالا وايي کله چې په سکول کې وو، نو د سکول هيډ ماسټر يا سر ښوونکي به يې هره ورځ له پښتنو ماشومانو ماسوا نور ماشومان راغوښتل، او هغوي به بیا په يوه خاص ټاپک باندې تقریر کاوو. موږ پښتنو زده کوونکو به ډېر زړه غوښتل چې همداسې موږ هم کله وروغواړي. او موږ به اکثره خپل هيډ ماسټر ته همدا ویل هغه به راته په ځواب کې ویل ؛ که تاسې پښتانه هم تعليم وکړئ او دلته تقریرونه وکړئ نو بیا به هغه رېړۍ څوک چلوي؛. رووف لالا وايي دا هغه سکروټه وه، چې له هم هغه وخته زما په زړه راجګېده، او بیا د همدې سکروټې له امله زه سیاست ته راغلم. سېنېټر عبدالروف لالا د خپل ژوند او سیاسي هلو ځلو په هکله ډېری نورې خبرې هم کړې، چې د اورېدو لپاره يې لاندينی لینک کښېکاږئ.

XS
SM
MD
LG