د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالصمد خان اڅکزي خپله یو تحریک وو


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:41:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خان شهید عبدالصمد خان اڅکزي د ۱۹۰۷م  کال د جولايي پر اوومه نېټه د پښین په ګلستان کې زږېدلی وو. نوموړي له فرنګي څخه د پښتنو د ازادۍ لپاره د دیارلس کلنۍ په عمر سیاسي مبارزه پیل کړې وه. عبدالصمد خان اڅکزی په لره بره پښتونخواکې یو له هغه لوړو شخصیتونو ګڼل کېږي چې په خپل ذات کې انجمن وو، هغه سیاسي مبارز، تحریک جووړونکی او تحریک چلوونکی، خبریال، اخبار چلوونکی، د ګڼو کتابونو پښتو ته ژباړوونکی، د پښتو لیک دود یو نوښتګر، او ګڼې نورې علمي بڼې لرلې چې نن یې له خپلو مېلمنو سره بحثووو. مېلمانه راسره له کوټې لیکوال او پروفېسر عدالغني غنو، له کوټې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو سیکرېټر رضا محمد رضا، له پېښوره د پښتونخوا ګوند صوبايي مشر مختیار خان یوسفزی، له لندنه د پښتونخوا ګوند یو مشر فایق خان یوسفزی او له ژوبه د خان شهید د دورې یو ملګری او شاعر برملا خان برمول مله دي.   کوربه شاهین بونیری دی.      

XS
SM
MD
LG