د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د جهاني تعليمي کمپین تیږه کېښوده


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

ملګرو ملتونو د روانې جولايي مياشتې پر  ۱۲ مه د ملالې یوسفزۍ ورځ ولمانځله. چې په کې هغې د نړۍ خواشا اتیا هېوادونو ۵۰۰ ځوانانو ته وینا وکړه. د م.م مشر بان کي مون ملالې یوسفزۍ ته د هغې ۱۶ کالیزې باندې مبارکي وویله.(( راسی تعلیم ته اولیت ورکړو، راشی دا نړۍ نوره پر مخ یو سو.  راشی دې ته یو داسې یو شکل ورکړو چې موږ یې غواړو. او زه د ملالې مننه کوم. ملالې ستا دې کالیزه مبارکه وي. او ښاده اوسې)) د ملګرو ملتونو د جهاني تعلیم لپاره ځانګړي استازي ګورډن براون د ملالې په ستاینه کې وویل: ((موږ یوه تنکۍ ماشومه لرو چې په تاریخ کې به  هېچا هم  پر دغ عمرداسې  یو بې ساری جرات او  ننګ  نه وي ښودلی دی.  او نه مو هم داسې یو کمعمره ماشومامه لېدلې چې د تعلیم د راتلونکې لپاره به دومره زیاته لېوالتیا لري. ملالې ته بلنه ورکوم چې دریځ ته راشي او تاسو ته خپله وینا واوروي. دا ټکي بیا تکراروم دا هغه غږ دی چې طالبانو یې هېڅکله اورېدل نه غوښت. ملالې ۱۶که کالیزه دې مبارک شه)) ملاله يوسفزۍ چې د جينکو تعليمي کمپېن چلولو بر سر پروسږ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه وسلوالو طالبانو په سوات کې له سکوله کورو ته په لاره په ډزو ويشتله.

XS
SM
MD
LG