د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډرون تازه برید او د پاکستان و امریکا اړیکي


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په پاکستان کی امنیتي چارواکي وایي په شمالي وزیرستان کې د یو مشکوک ډرون الوتکې په یو برید کې لږ تر لږه درې اورپکي وژل شوي دي. دغه برید د شمالي وزیرستان له مرکز میرام شاه سره نژدې د خرورې په سیمه کې د اورپکو پر یوه پټنځای شوی چې پکې د هغوی درې تنه په نښه شوي دي. د سیمې ځايي خلکو له مشال ریډيو سره په خبرو کې ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په فضايي حریم کې د ډرون الوتکو پروازونه زیات شوي دي. له مشال ریډیو سره په خبرو کې د سیمې چارواکو ویلي چې وژل شوي درې واړه کسان بهرنیان دي خو د هغوی د شهریت په اړه یې مالومات ورنکړل چې د کوم ملک اوسېدونکي به وي. په سیمه کې له هغې وروسته دا د ډرون الوتکو لومړی برید دی، کله چې پروسږ کال د نومبر په ۲۶ مه نېټه پر ډیورنډ کرښه د مهمندو په سلللا سیمه کې پر یوې پاکستانۍ پوځي پوستې په امریکايي برید کې ۲۴ پاکستانی عسکر ووژل شو.ددغه حملې پر سر د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي کړکېچن شولو او د پاکستان په غوښتنه امریکا په بلوچستان کې شمسي هوايي اډه خالي کړه چې ویل کېږي د اورپکو پر ضد د ډرون بریدونو لپاره کارول کېده. د پاکستان او نړی مطبوعات وايې د واړه هيوادونه د پړدې شاته د اړيکو د بيا رغولو هڅي کوي، پوښتنه دا ده چې شاوخوا دوې میاشتي وروسته د ډرون د بريد کيد نه خو د پړدې شاته د روانو دغو خبرو اترو برخه نه ده. دا او نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندې بحث کي څيړو. په پيښور کي خبريال شوکت خټک او هم په پيښور کي د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر ريټائرډ سعد محمد خان د بحث ميلمان او عبدالحی کاکړ يې کوربه دی.

XS
SM
MD
LG