د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قطر کې د طالبانو دفتر او دسولې خبرې


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امریکا متحده ایالات وايي دوی به د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي چې ورکې طالبانو ته په قطر کې د سیاسي د فتر د پرانیستلو خبره هم شامله ده. دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوريا نیو لینډ وايي که دا خبرې اترې افغان جنګ ته د پای ټکی ږدي نو دوی یې ملاتړ کوي. لويديځ او افغان چارواکې په افغانستان کې د يوې لسيزي جګړې د خبرو اترو له لاري د ختمولو د هڅو په برخه کې د طالبانو دفتر ته د يوه مهم پرمختګ په سترګه ګوري. خو په افغانستان او پاکستان کي کارپوهان دې پرمختګ ته څنګه ګوري، هم دا د مشال تر رڼا لاندې بحث کي څيړو. په پيښور کي د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی او د سيمي په حالاتو نظر ساتونکی بريګيډيېر اسد منير او د امريکايې مجلې نيوز ويک خبريال سمیع يوسفزی مو ميلمانه دي.کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG