د لاسرسي ځای

تازه خبر

باکستان و افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هیوادونه


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:28:09 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

امريکا ميشت د خبريالانو د دفاع ډله ( کميټي ټو پروټکټ جرنلسټ( تيره اونۍ په خپل کلني رپورټ پاکستان او افغانستان د خبريا لانو لپاره خطرناکه هيوادونه ګر ځولي دي. د کميټۍ په وينا په نړۍ کې په روان کال کې دري څلويښت(۴۳) خبريالان وژل شوي چې په کې اوه له پاکستان سره تعلق لري. د کميټۍ په وينا په تيرو پنځو کالو کې په پاکستان کې نهه ويشت (۴۹) خبريالان وژل شوي دي. په دې کې زياتره پښتانه او بلوڅان دي. د قبایلي سيمو زياتره خبريالان کورونو پريښودلو ته مجبوره شوي دي. دا چې دا وخت په قبایلي سيمو کې لږ خبريالان پاتې دي او هغه هم په ويره کې صحافت کوي ، هم ورته حالات په افغانستان په تيره بيا د پاکستان له پولې سره نږدي سيمو کې دي. نو پوښتنه دا راپورته کېږي چې آيا هلته د روانو حالاتو په اړه څومري رښتنۍ تصوير د نړۍ مخې ته راځي.دا او داسې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث موضوع دی. په پيښور کې ميشت له جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی د بي بي سي خبريال دلاور خان وزير چې خپله هم کور پريښودلو ته اړ شوی، په جلال آباد کې د افغانستان د مشرقي ولايتونو د خبريالانو د اتحاديې مشر استاد لال باچا ازمون او په پيښور پوهنتون کې د ماس کميونکېشن استد سيد عرفان اشرف مو میلمانه دي. عبدالحی کاکړ د بحث کوربه دی.

XS
SM
MD
LG