د لاسرسي ځای

تازه خبر

خدايي خدمتګار رسول خان بابا د خپلې مبارزې کیسه کوي


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خدايي خدمتګارانو چې ځینې خلک ورته سورپوښان هم وايي د انګريزي سامراج خلاف د باچا خان كلك ملګري اوبيا پاكستان نه پس یې د قيدوبند سختۍ تيرې كړېدي. باچا خان پخپل كتاب زما ژوند او جدوجهد كې وايي چې د سرخ پوښانو شميره تر يو لك پورې رسيدلې وه چې زيات تر پكې غريب او كسب ګر خلک وو. په دغه خدايي خدمتګارانو كې زيات تر مړه شويدي خو چې كوم ژوندي دي هغوی ډير د غريبۍ ژوند تيروي. دا اونۍ زموږ خبريال خالد خان د مشا ل مركه له يوه خدايي خدمتګار رسول خان بابا سره کړې او له هغه سره یې د انګريز د وخت او بيا دپاكستان جوړيدو وروستو حالاتو باندې خبرې كړې دي. د باچا خان او خدايي خدمتګارانو او بيا اوسنى وخت په خصوصى توګه په پښتونخوا كې د عوامي نيشنل ګوند په اړه ترې پوښتې شوېدي. راځۍ چې وا یې ورو

XS
SM
MD
LG