د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویه جرګه : د ګانډیانو هیلې او اندېښنې


لویه جرګه : د ګانډیانو هیلې او اندېښنې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې نن څلور ورځنۍ دودیزه لویه جرګه د سختو امنیتي ګامونو په مینځ کې پيل شوې ده. په هيواد کې له ولسوالو طالبانو سره روغه جوړه او له امریکا سره ممکنه ستراتیژیک تړون ددې جرګې د ايجنډا مهمې برخې دي. ټاکل شوې روانه لویه جرګه چې پکې څه باندې ۲۰۰۰ کسان برخه اخلي د دې تړون او د سولې په برخه کې د افغان دولت پر دریځ بحثونه وکړي او خپلې سپارښتنې وړاندې کړي. خو له دې جرګې څخه ګاونډي هيوادونه په تيره پاکستان کومې هيلي درلودی شي او د افغانستان او امريکا تر مينځ سټرټيجک تړون د دوی لپاره آيا د انديښنو وړ دی او که نه دا به افغانستان او د سيمي په ثبات تمام شي. دا او نوري پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړو . په اسلام آباد کې د پاکستان پخواني ډیپلومات او د سيمې د چارو کارپوه آياز وزير او په کابل کې د سياسي چارو کارپوه يونس فکور مو د بحث ميلمانه دي.عبدالحی کاکړ د بحث کوربه دی.

XS
SM
MD
LG