د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پاکستان اړیکې او ټول ګوندیز کنفرانس


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:12 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان او امريکا ترمينځ د حقاني شبکې سره د آی ايس آی د لاس درلودلو د تورونو وروسته د کارپوهانو په نظر پاکستان له دې فشار د راوتو هڅی کوي. که څه هم د پاکستان د پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني په بيان جاري کولو سره دا تورونه رد کړي دي خو د پاکستان سياسی قيادت هم د ټولو سياسی ګوندونو د يو لوی کانفرنس د رابللو له لاري خپل رول لوبول غواړي. دا کانفرنس د وزيراعظم يوسف رضا ګیلانی له لوري را بلل شوی دی،... چي سبا به په اسلام آباد کي کيږي. پوښتنه داده چي د کانفرنس ايجنډا څه ده، آيا سیاسی ګوندونو د امريکا او پاکستان د اوسنيو اړيکو په اړه يو نظر لرلی شي او داچي کانفرنس خپل ټاکل شوی هدف ترلاس کولی شی که څنګه. دا پوښتني د نن د مشال تر رڼا لاندي بحث کي څيړو چې ميلمانه یې د واکمن پيپلز ګوند د قامي اسمبلی غړۍ انجينئر طارق خټک، د عوامی نيشنل ګوند د قامي اسمبلی غړې بشرا ګوهر او د سياسی چارو څيړونکی ايمل خټک.ددې بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.

XS
SM
MD
LG