د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل بریدونو وروسته د امریکا پاکستان تعلقات


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د افغانستان په پلازمينه کابل کي تيره اونی د طالبانو له لوري د امريکا پر سفارت د بريد وروسته د پاکستان او امريکا اړيکي يو ځل بيا په داسې حال کي نورې خرابې شوېدې چې امريکا له پاکستان د حقاني شبکی پر ضد د پريکنده عملياتو غوښتنه تکرار کړې ده. دامريکايی چارواکو تندي خبري په افغانستان کي د سولي د عالي شوری د مشر برهان الدين رباني تر وژني له مخه کړي دي. که دې ټولو پر مختګونو ته و کتل شي نو داسي بریښی چي د ترهګری ضد جګړي او د افغانستان حالات د سيمي په تيره بيا د پاکستان او امريکا د اړيکو تصوير بدل کړی دی. د مشال تر رڼا لاندي بحث کي هم دغه نوې منظر نامه له کارپوهان سره څيړو. د قبائلي سیمو د چارو کارپوه بريګيډيئر ريټائرډ اسد منير، د پاکستان پخوانیۍ ډپلوماټ آياز وزير او د افغانستان د چارو کارپوه آياز خان د بحث ميلمانه دي. کوربه عبدالحی کاکړ دی

XS
SM
MD
LG