د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند او پاکستان ترمنځ روغه څنګه راتلای شي


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

دهنداو پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ایس ایم کریشنا او حنا رباني کرد جولايي په ۲۷ نېټه سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د هماری لا زیاتولو په باب یې خبرې وکړې. د مذاکراتو روستو مشترکه اعلاميه کې ويل شوي دي چې په کنترول کرښه د تجارت لپاره دوه ورځی نورې سيوا کړل شوې دی او په شرطونو کې نرمی هم راوستلی شوی ده. د پاکستان سرکاری خبری اژانس ای پی پی ترمخه حنا ربانی کر له هندي وزيراعظم من موهن سنګ سره هم ليده کاته کړي دي او دوی ته یې د پاکستان د سفر بلنه ورکړېده . خو په دغه خبرو کې هغسې پرمختګ نه دی شوی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تل پاتې امن لپاره لازمه بلل کېږي. د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی چې د هند او پاکستان دایمي روغې پر وړاندې لوی خنډونه څه دي؟ په دې بحث کې له نوي ډيلي څخه آزاد خبریال منوهر سینګ بترا ،له پېښور پوهنتون څخه د نړیواولو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز،او له قایداعظم پوهنتون څخه د تاریخ څانګې مشره ډاکټر رضییه سلطانه برخه لري چط کوربه یې عبدالحی کاکړ دی

XS
SM
MD
LG