د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تصوف او شريعت تر منځ تړون


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

تصوف يا طريقت د انسان د زړه يا د هغه روحاني نظام نوم دی چي له لاري يې بنده د حقيقت لټون او د خپل نفس تزکيه کوي. بلي خوا ته بيا شريعت د ظاهري اعمالو درس ورکوي چی دا ډول خلګ د اسلام د ديني فرايضو اداينه وکړي او خپل عبادات تر سره کړي. د تصوف له پيل څخه را په دې خوا د وخت په تيريدو سره د شريعت خاوندانو د تصوف په اړه پر ځينو مسايلو ګوت نيوني وکړې. خو د تصوف عالمان په دې نظر دي چي د تصوف بنيادونه هم د قرآن او حديث پر اساساتو ولاړ دي او تصوف يا طريقت له شريعت سره هيڅ اختلاف يا ټکر نه لري بلکې دا د اسلام يو باطني اړخ دی. په دې پروګرام کي همدې موضوع ته کتنه شوې ده چي د تصوف او شريعت تر منځ څه تړاو ليدل کيږي؟ دا پروګرام ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړ کړی دی

XS
SM
MD
LG